ټولنه

په غور کې يوې نجلۍ ځان وواژه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٥  نيټه  :
په غور کې يوې شپاړلس کلنې نجلۍ پرون ځان  وواژه .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ   وياند محمداقبال نظامي باخترآژانس ته وويل چې دغې نجلۍ په فيروز کوه ښارکې  ژوند کاوه او دزهرجنو توکو په خوړلو سره يې ځان وواژه .
نظامي زياته کړه چې ددې دځان وژنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى اوپه دې باب څيړنې پيل شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته