ټولنه

په قندهار کې د پوليو ضد ۴ ورځنی کمپاين پيل شو

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۲۰ مه
په قندهار ولایت کې به څلور سوه شپږ اتیا زره شيږ سوه اته اتیا ماشومانو ته د ګوزڼ د ناروغۍ  د مخنيوي په موخه واکسين پلي شي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب  د پولیو پر ضد مبارزه کې د عامې روغتیا ریاست او اړوندو موسسو هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې لا هم زیات کار ته اړتيا ده.
منيب د پولیو د پدیدې د له منځه وړلو لپاره د اړوندو ارګانونو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
دقندهارولايت د عامې روغتیا سرپرست رېیس محمد عظيم زمريال وویل د دوی څېړنې ښي چې د جنوب لویدیځې حوزې په یو شمېر سیمو کې د پولیو د پیښو د رامنځته کېدو ګواښونه شته چې دغه کمپاین به یوازې تر ګواښ لاندې سيمو کې ترسره کیږي.
ده د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په مبارزه کې د دیني عالمانو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چي د دې وژونکي ناروغۍ په له منځه وړلو کې بايد ټول خلک ونډه واخلي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته