خبرونهTOPټولنهروغتیا

په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د (سوء شکل) بریالي عملیات ترسره شول

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

ملي دفاع  وزارت وايي چې شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د متخصصو او باتجربه ډاکټرانو له لوري د (سوء شکل) بریالي عملیات ترسره شول.

یاد وزارت ویلي چې دغه عملیات د ستر درستیز روغتیایي چارو مرستیال پروفیسور دوکتور عبدالولي احمدزي تر سرپرستۍ لاندې د متخصصو او باتجربه ډاکټرانو له لوري د ارتوپیدي په څانګه کې د یوې ښځې د (سوء شکل) بریالي عملیات تر سره شول.

د دغه وزارت زیاته کړې چې دغه ښځه د هېواد د یو لرې ولایت اوسېدونکې وه، د اقتصادي ستونزو له امله یې نشو کولای ډاکټرانو ته مراجعه وکړي چې وروسته یې د شهید سردار محمد داود خان روغتون ته مراجعه وکړه، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري یې بریالي عملیات تر سره شول او اوس مهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په دغه روغتون څو ځله ولادي او غیر ولادي پېچلي عملیات د ملي دفاع وزارت له بودیجې ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته