ټولنه

په لوګرکې پنځه پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٤ :
د لسو مليونو افغانيو په لګښت په لوګر ولايت کې پنځه پروژې بشپړې او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې  امله نن په لوګر ولايت کې جوړه شوې وه؛ ددغه ولايت د  فوايد عامې رئيس انجنيرعبدالولي وويل: له سل ورځني پروګرام سره سم  د تنګي واغجان، د خضر بازار او د پل علم په ساحوکې د تيرو دوو مياشتو په بهيرکې د فوايد عامې وزارت له عادي بودجې څخه د ١٠ مليونو افغانيو په لګښت په ټوليزه توګه د٤٥٠ مترو په اوږدوالي استنادي ديوالونه جوړ شوي دي .
په دې غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل : د دغو استنادي محافظوي ديوالونو جوړول د کابل _ لوګر په لويه لاره کې د سيلاوونو د راوتلو او د ترافيکي  پيښو د رامنځته کيدو مخنيوى دي.
د فوايد عامې رئيس ژمنه وکړه چې په نږدې راتلوونکې کې به د تيرې کوتل او تنګي واغجان په ساحوکې د٤٥٠ مترو په اوږدوالي د ترافيکي پيښو دمخنيوي په خاطر يو بل استنادي ديوال هم جوړ شي .      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته