امنیت

د يارلس تنه ډاراچوونکي په بلخ کې ووژل شول

مزارشريف باختر دغويي دمياشتې ٨ نيټه :
ديارلس تنه  وسله وال ډاراچوونکي د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل : دغه ډارچوونکي دچاربولک ولسوالۍ د چوبه او ثوريان  په کليو کې د افغان پوځيانو د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي .
رضايي زياته کړه، په دغو عملياتو کې ١١ تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي هم دي.
ده دغه راز وويل ؛ په دغو عملياتو کې د پوليسو يوسر تيرى هم شهيد شوى او           د وګړنيو پاڅون کوونکو يو منسوب ټپي شوى دى.
د يوبل خبرله مخې ؛ څلور تنه ډارچوونکي په بلخ کې ونيول شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه ډاراچوونکي  د بلخ ولايت  دچاربولک ولسوالۍ  په  زيکزيک کلي کې دکوماندو ځواکونوپه شپنيو عملياتو کې ونيول شول. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته