ورزش

دکرکټ داتلوالى جام د ٢٤ ساعتو لپاره افغانستان ته راوړل شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٢  :
د ٢٠١٥ ميلادي کال دکرکټ داتلوالى  جام نن  افغانستان ته ورسيد.
دباخترآژانس دخبرله مخې  :  ټاکل شوې ده دکرکټ داتلوالۍ نړيوال  جام د٢٤ ساعتو لپاره په افغانستان کې پاتې شي  اوله هغه وروسته چې دافغانستان  جمهوري رياست ته يوړل شو سبا به پاکستان ته وليږدول شي .
کابل ته ددغه  جام  دراوړل کيدو په وخت کې دقومونو او قبايلو په چارو کې سلاکار وزير شهزاده مسعود  ، دکرکټ بورد رييس او دکرکټ يوشمير مينه وال حاضر و.
دکرکټ بورد رييس دکابل په  نړيوال هوايي ډګر کې وويل  ددغه  جام ليږدونه دکرکټ ورزشکارانو ته يو ډير ستر برياليتوب دى او ورزشکاران به هلې ځلې وکړي چې دغه  جام  زموږ هېواد ته راوړل شي .
ټاکل شوې ده د ٢٠١٥ ميلادي کال دکرکټ نړيوال  جام  دهېواد دکرکټ دملي ټيم په  ګډون داستراليا  په سدني ښارکې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته