کابل /دکب ١٧مه / باختر :
د (روشنفکر کيست؟) کتاب مخکتنه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې وشوه.
د باختراژانس د خبرله مخې، د (روشنفکر کيست؟) کتاب د مخکتنې په غونډه کې يوتن وينا وال سيد محمد باقر حسيني د مطالعې د فرهنګ پر ارزښت ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دغه کتاب لوستل کولاى شي د مطالعې د فرهنګ له رواجولو سره مرسته وکړي.
د هغه د څرګندونوله مخې، د روښان آندي يو خصوصيت رېښتېنولۍ ته د ټولنې سوقول دي چې په دغه کتاب کې پرې ټينګار شوى دى.
د غونډې بل وينا والو ډاکټر فضل من الله ممتاز وويل چې په افغانستان کې ادبي کره کتنه پيکه ده، زياتره نقد کوونکي دکتاب پرځاى د ليکوال ستاينه کوي، د هغه په باور په ټولنه کې د روښان آندي سم تعريف شتون نه لري، د (روشفکر کيست؟) د کتاب ليکوال ډاکټر سيد محمد علي جاويد وويل چې په دغه کتاب کې روښان آندي له څو اړخه معرفي شوي دي، د هغه د څرګندونو له مخې، د پوهانو ترمنځ د روښان آندي هراړخيز تعريف شتون نه لري، خو روښان اندى په يوې ځانګړې طبقې پورې مربوط نه دى.
هغه وويل چې روښان اندى هغه څوک دى چې د ټولنې پر درد وپوهېږي اوکوښښ وکړي د هغه درملنه وکړي.
ختم_ ج _ اکرم