نړۍ

فيفا له اندونيزياسره دبحرين لوبه څيړي

کابل باختردکب دمياشتې ١٢ :

فيفا له بحرين سره  داندونيزيادټيم په لوبه کې  داندري الحداد دداوري په اړوند داندونيزيا له شکايت وروسته دغه لوبه څيړي.

دباختر داطلاعاتي ا ژانس دورزشي برخې درپوټ له مخې  داندونيزيا اوبحرين دفوټبال دټيمونو ترمنځ  چې په مانامه کې ترسره شوه  داسيايې دټيمونو ډير ګول لرونکي لوبه وه  چې په دې لوبه کې بحرين اندونيزيا ته نهه پرله پسي ګولونه ورکړل.

لبناني داور اندري الحداد داندونيزيا دټيم کپتان او ګول کيپر ساميرلا  دلوبي په دويمه دقيقه کې له لوبي څخه يې وايست او دبحرين په ګټه يي يو پنالتي اعلام کړ، هغه عمل چې سريلانکايي داور داسيا دجنوب ختيځ فوټبال جام په پاى لوبه کې چې دافغانستان او هندوستان ترمنځ ترسره شوې وه ، ترسره کړې وه .

ښاغلي حداد هغه  عمل بيا تکرار کړ

الحداد دبحرين دټيم په ګټه څلور پنالتي اعلام کړ چې دوه يې ګول شول .

الحداد په دې لوبه کې داندونيزيا دټيم ښوونکى هم اخراج کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته