سیاست

د بهرنيو چارو وزير: سوله د افغانستان د حکومت لومړيتوب دى خو د هغو کسانو ځپلو ته دوام ورکوو چې د سوکالۍ او پرمختګ خنډ شي

کابل باختر د کب څلورمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير نن د څلور اړخيزې غونډې د څلورم پړاو د پرانستلو په وخت کې د طالبانو د مشرتابه او د ګلبدين حکمتيار له اسلامي ګوند څخه وغوښتل چې د سولې له بهيرسره دې يوځاى شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په افغانستان کې په سولې د لاسبري لپاره د لارې د نقشې د برابرولو په باب څلورمه څلور اړخيزه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په وينا سره خپل کار پيل کړ؛ د پاکستان د بهرنيو چار وزارت معين د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى او د افغانستان او پاکستان لپاره د چين د ولسي جمهوريت ځانګړى استازى او د افغانستان د بهرنيوچارو وزارت د سياسي معين په مشرۍ افغاني هيئت ګډون لري.
د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني د غونډې د کار د پرانستلو په وخت کې په ډاګه کړه چې افغانستان د افغاني سولې په چوکاټ کې هلې ځلې کوي چې د سياسي مشارکت له لارې سولې ته ورسيږي .
ښاغلي رباني د طالبانو له مشرتابه او د ګلبدين حکمتيار له اسلامي  ګوندڅخه وغوښتل چې د سولې د خبرو له بهير سره يوځاى شي .
ده په ډاګه کړه: موږ د سياسي خبرو دروازې نه دي تړلې، د افغانستان حکومت سياسي بهير يو لومړيتوب بولي؛ داسې بهير چې نتيجه محور وي .
د بهرنيو چارو وزير د سولې د عالي شورا د رييس په توګه د پير سيد احمدګيلاني ټاکنه د افغانستان د دولت د سوله ييزو هڅو د پياوړتيا په لاره کې حرکت وباله .
سره له دې چې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د دولت د سولې د هڅو خبرې کولې، خبر دارى ورکړ: موږ د پخوا په شان د سولې دفاع او د هغو کسانو ځپلو ته دوام ورکوو چې د افغانستان د خلکو د ترقۍ، پرمختګ  او سوکالۍ خنډ کيږي .
د يادونې وړ ده چې څلور اړخيزې خبرې د خپلو غونډو څلورم پړاو ته رسيدلې دي .
پخوا د دغو خبرو دوه پړاوونه په اسلام آباد او يو پړاو يې په کابل کې ترسره شوي دي. په دغو خبروکې هلې ځلې کيږي چې په دې بهيرکې د افغانستان د سولې په خبروکې د تطبيق وړ يو ميکانيزم او خبرو ته د طالبانو د را کښلو يو پروګرام جوړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته