کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
دشهيد سردار محمد داود خان په روغتون دتروريستي بريد دڅرنګوالي د څيړنې هئيت وايي داسې سندونه او مدارک شته ښيي چې دغه پروګرام له هېواد څخه په بهر کې طرحه شوى و .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دملي دفاع وزارت مرستيال او دشهيد سردار محمد داود خان په روغتون دتروريستي بريد دڅرنګوالي د څيړنې دکميسيون رييس جنرال هلال الدين هلال نن په يوه خبري غونډه کې وويل: داسې سندونه مدارک او قراين شته ښيي چې د شهيد سردار محمد داود خان په روغتون د تيرې اوونۍ تروريستي بريد له هېواد څخه بهر طرحه شوى و .
ده وويل : داسې نښې نښانې نشته چې ثابته کړي توکي او تروريستان پخوا په روغتون کې ځاى پرځاى شوي و
ده وويل : داسې سندونه او شواهد يې ترلاسه کړي دي چې ښايي دوى نتيجې ته ورسوي . خو هلال په دې باب زيات معلومات ورنه کړل .
غفلت او بې پروايي شوې ده او څليرويشت تنه چې ګومان کيږي په دې قضيه کې لاس ولري نيول شوي دي . او تر پوښتنې لاندې دي .
جنرال هلال دشهيد سردار محمد داود خان په روغتون کې په تروريستي پيښه کې دپنځوسو تنو وژل کيدل او يوديرشو تنو ټپي کيدل تاييد کړ .
ده وويل :په دې بريد کې له يوې واسطې څخه استفاده شوې ده چې په هغه کې تروريستان روغتون ته ليږدول شوي دي .
تقلبي پليټ يې درلود او تراوسه پورې نه ده ثابته شوې چې په چاپورې مربوط دى. او له امنيتي کمرو څخه څيړنې ښيي چې په دې بريد کې له کلاشينکوف ، لاسي بمونو او برچې څخه استفاده شوې ده .
جنرال هلال زياته کړه: دتروريستانو هدف ددغه روغتون د متخصصانو وژل و .
1 1 دقیقه لوستل