امنیت

په نورستان کې څوارلس تنه طالبان ووژل شول

پارون  باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
په نورستان ولايت کې په نويو نښتوکې د دريو تنو پاکستانيانو په ګډون ١٤ تنه طالبان ووژل شول.
دغو يرغلګرو  نن سهار د ډيورنډ کرښې له تېريدو وروسته غوښتل په کامديش ولسوالۍ کې د افغانستان  دسرحدي مامورينو د سپرلۍ په کاروان  بريد وکړي .
د افغانستان په ختيځ  کې د سرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې د دريو تنو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: طالبان نوي د ډيورنډ له فرضي کرښې اخو د کامديش ولسوالۍ ته ننوتي وو.
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته