سیاست

جمهوررئیس غني د ځوانانو او مدنې ټولنې استازو سره په کتنه کې: اجازه مه ورکوئ چې فکر مو اختطاف شي او هر څوک چې په افغانستان کې نفاق رامنځته کوي، په حقیقت کې له هېواد سره خیانت کوي

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٤نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د پروان ولایت ځوانانو او د مدنې ټولنې له استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په چاریکارو ښار کې وشوه ډاکټر محمدشفیع مشفق، ارزو سروري او ابراهیم بشرمل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوررئیس له لاسته راوړنو او کارونو قدرداني یې وکړه.
دوی د زېربنایي پروژو د تطبیق، د جبل السراج د سیمنټو فابریکې د نوي کولو، د پنجشېر د برېښنا بند، د پروان ولایت د فوټبال فدراسیون ته د ځمکې د ورکړې، ځوانانو ته د شغلي فرصتونو د جوړولو او هغوی ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې ترڅنګ په پروان کې د ځمکې عادلانه وېش وغوښت.
دوی دغه راز د پوهنتون د مسلکي استادانو، د لابراتوارونو او د څښاک اوبو د کمښت، د پوهنتون د تحصیلي نصاب د عصري کولو، په مرکز او ولایتي ادارو کې د پروان ولایت ځوانانو ته د لازیاتې سهمیې د ورکړې په برخو کې خپلې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې. 
جمهوررئیس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، ستاسې مشترک فکر، د افغانستان د جوړولو لپاره زما اراده څو برابره کوي. هغه پروان د اتلانو سیمه، د علم زانګو او د امام ابوحنیفه ټاټوبی وباله ويې ویل، پروان د یونان، کوشانیانو او نورو تمدنونو ستر مرکز هم وو.
جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د پروان ولایت د ځوانانو له فعالې ونډې مننه وکړه ويې ویل، پروان د هغو څلورو ولایتونو له ډلې دی چې د ملي اردو او پولیسو د علم مبارک تر سیوري لاندې یې زیات ځوانان دنده ترسره کوي.
د هېواد جمهوررئیس په پروان ولایت کې د امن فضا د جوړولو په خاطر د دې ولایت له خلکو مننه وکړه ويې ویل، د پروان ولایت د شهیدانو کورنیو ته رسید ګي کېږي. هغه په ټینګار  وویل، د قانون حاکمیت زموږ دنده ده او اړتیا ده چې موږ د ګواښ د ژبې، وژنو او ښکنځلو پر ځای یو او بل ته د درناوي ژبه وکاروو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ غواړو افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل کړو او موږ د پروان ترانزیټي موقعیت ‎ژوندی کوو.
هغه د پروان ولایت د فوټبال فدراسیون ته د ځمکې د ورکړې په اړه د پروان د ځوانانو وړاندیز تائید کړ وې ویل، پر دې سربېره په پروان ولایت کې د ورزش د ودې په خاطر لس میلیونه افغانۍ ورکوو.
جمهوررئیس وویل، د هېواد د لوړو زده کړو د کیفیت پر غوره والي کار روان دی او د هېواد پوهنتونونه له انټرنیټ سره وصلېږي.
جمهوررئیس غني په کانکور پروسه کې د روڼتیا له امله د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه او پر مسلکي تعلیماتو د ټینګار ترڅنګ یې وویل، سږ کال په هر ولایت کې یوه مسلکي لېسه او په راتلونکي کال کې به په ټولو ولسوالیو کې مسلکي لېسې جوړې شي.
جمهوررئیس پر اتفاق او یووالي ټینګار وکړ وې ویل، که ځوان نسل اتفاق او یووالی ولري، په دې اتفاق او اتحاد کې به د افغانستان دبحران پای وي. هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل، اجازه مه ورکوئ چې فکر مو  اختطاف شي او هر څوک چې په افغانستان کې نفاق رامنځته کوي، په حقیقت کې له هېواد سره خیانت کوي.
جمهوررئیس د سولې په اړه وویل، سوله یوه اړتیا ده او په دې برخه کې اجماع وجود لري او انشاالله سوله راځي. هغه ټینګار وکړ، سوله د یوه قوم او یوه ولایت نه، بلکې د ټول افغانستان ده.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان خلک فردمحوره نه دي، بلکې نظام محوره دي. هغه له ځوانانو او د مدني ټولنې له غړو وغوښتل چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او د جمهوري ریاست ټاکنې هم بریالۍ کړي.# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته