ټولنه

په پنجشير کې د شېدو د راټولولو او پروسس يو مرکز جوړېږي

کابل باختر د زمري ١٥ مه
د پنجشير د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ رياست مسوولين وايي: د دغه ولايت په  رخې ولسوالۍ کې د شېدو د راټولولو او ابتدايي  پروسس يو مرکز جوړېږي چې د شېدو د راټولولو او پروسس په ټولو وسايلو به سمبال وي.
د پنجشيرد کرنې اوبولګولو اومالدارۍ رياست يوه مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغه مرکز د شېدود راټولولو او پروسس په ټولو وسايلو سمبال دى او د سلګونو ګيلوګرامه  شېدو د پروسس وړتيا لري.
د دغه مرکز  جوړول د پنجشير په رخې ولسوالۍ کې مالدارانو لپاره ښه زيرى دى.
مالداران وايي، چې د دغه شان مرکزونو جوړول د دې سبب کېږي چې د دوى شېدې پرته له ستونزو په ښه بيه  وپلورل شي او له خرابېدو څخه يې مخنيوى وشي.
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته