کابل باختر د وږي يوولسمه :
په کابل کې دفوټبال دغوره ليک او د لومړى لاس د ټيمونوسيالۍ پرون مازيګر په دوو لوبو سره پيل شوې.
دهيواد دفوټبال فدراسيون د خپرونو غړى مرتضى دانش باخترآژانس ته وويل: دغوره ليک په سيالۍکې د سرې مياشتې ټيم د يوې په مقابل کې په دريو سره د آرين ټيم ته ماتې ورکړه او د لومړى لاس دليک په سيالۍ کې د جوانان ميهن ټيم د يوې په مقابل کې په څلورو سره د شعاع توحيد په ټيم باندې بريالى شو .
د يادونې وړ ده چې دفوټبال دغوره ليک او د لومړى لاس د ټيمونوسيالۍ د٢٨ ټيمونو ترمنځ دفوټبال فدراسيون په ګول پروژه کې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ