کابل باختر د وري د مياشتې ٦ مه
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۴ تنو داعشیانو او ۴ تنو د حقاني شبکې اړوند ترهګرو په ګډون ۵۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د ننګرهار، خوست ، پکتیکا، پکتیا ، روزګان ، فراه ، بادغیس، فاریاب ، سرپل بدخشان او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.پاى _ سعيده