امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
په قندهارکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې څلورتنه وسله وال  طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول  .
په قندهارکې د  ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د عامه چارو آمر ډګرمن محمد محسن سلطاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دملي اردو د ځواکونو له خوا د قندهار ولايت د ميوند، خاکريز او د ارغنداب د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې د طالبانويوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه عمليات په بشپړه توګه د قندهار ولايت په مربوطاتو کې د دغو سيمو ترپاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته