ټولنه

تبصره

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دافغانستان خلک په خپل هيواد کې د روانو ستونزو حل کول د بهرنيو لاس وهنو او تيريو بندولو او د تروريزم او بنسټپالنې پديدې په نسبت په منطقي او واقعبينانه چلند پورې اړوند بولي، هغه غوښتنه چې کيداى شي د درک وړوي.
دباختر آژانس مبصر ليکي : دتيرې اوونۍ په وروستيو وختو کې دافغانستان خلک دخپل هيواد په برخه کې د دوو سترو نړيوالو غونډو شاهدان و.
په بروکسل کې دناتو د دفاع دوزيرانو غونډه او دمسکو نړيواله غونډه چې دنړۍ دڅه دپاسه ٥٠ هيوادونو استازو پکې برخه اخيستې وه.
په دواړو غونډو کې دخبرو محور دافغانستان بدلونونه ددغه هيواد دخلکو ستونزې او هغو ګواښونو ځاى درلود چې په افغانستان کې دتروريزم او بنسټپالنې دودې لپاره متصور دي.
په بروکسل کې د دفاع دوزيرانو په غونډه کې ددغه سازمان سرمنشي په ډاګه کړه چې افغانستان پوځي سلامشورو او په دغه هيواد کې دنړيوالو پوځيانو دشتون دوام ته ستره اړتيا لري.
دافغانستان دامنيتي ځواکونو ظرفيت او وړتيا بايد وڅيړل شي خو په کندز کې وروستۍ پيښه يې حيرانوونکې وبلله او ټينګار يې وکړ.
کندز په ډاګه کړه چې موږ دپخوا په شان دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړيو .
دناتو سرمنشي له ٢٠١٦ م کال وروسته په افغانستان کې د نړيوالو پوځيانو دشتون د دوام احتمال چې دناتو دځواکونو په چوکاټ کې په دغه هيواد کې فعاليت کوي ، رد نه کړ دمسکو په غونډه کې دبروکسل له غونډې څخه په ډاګه او څرګندې خبرې وې.
د روسيې د اردو لوى درستيز په دې غونډه کې په افغانستان کې دنږدې ٢٠٠ تنو داعشيانو دشتون ، دمنځنۍ آسيا دبنسټپالو لپاره ددغې ډلې له خوا د روزنيزو مرکزونو دجوړيدو په تير يوکال کې د داعش دفعاليت د زياتوالي هغه هم دپخواني شوروي پولو ته څيرمه ، په تير يو کال کې دتروريستانو له خوا د ٣٥٠٠ تنو افغانانو دوژل کيدو او له دغه شان پرمختياوو سره دمسکو او د روسيې دمتحدينو دچلند يادونه وکړه .او دخپل هيواد دريځ يې بيان کړ.
د بروکسل دغونډې جوړيدل او په تعقيب يې دمسکو دغونډې جوړيدل دواړه د دې کار څرګندوى دي چې افغانستان هماغه شان دنړيوالو بدلونونو دخبرو محور دى .
نن دافغانستان شمال په يوه نا امنه ساحه بدله شوې ده او په سلګونو تنه بهرني تروريستان د طالب په جامه دافغانستان په شمال کې راغونډ شوي دي او په منځنۍ آسيا ، روسيه او چيچن کې دبنسټپالو مفکورو د رواجولو په باب خپل نيتونه نه پټوي . او دا د دې څرګندوى دى چې د طالبانو او داعش تروريستي ډلې دنورو هيوادونو او نورو خلکو په ګټو دتيري په لټه کې دي .
دافغان سياسي کارپوهانو په باور استخباراتي سازمانونو دسيمې په کچه سترې لوبې پيل کړي دي چې له بده مرغه دغولوبو په افغانستان کې دبهرنيو لاسوهنو او تيري زمينه او فضا برابره کړې ده که چيرې مخه يې ونه نيول شي دوام به يې دغه هيواد دنورو هيوادونو پرخلاف په يوه بالقوه خطر مبدل کړي .
ددغه شان حالت دوام نور هيوادونه حساس کړي دي . له شک پرته دحالاتو خړپړتيا اروپايي هيوادونو او روسيې ته د زغم وړنه دى . ځکه دا کار ددغو هيوادونو په حالت باندې اغيزه کوي ، ديادونې وړ ده چې روسيې پخوا دپخواني شوروي پولې دخپلو ګټو يوه برخه بللې ده او دافغانستان په شمال کې به دحالاتو کړکيچن کيدل ونه زغمي .
اوس روسان دناتو په شان هلې ځلې کوي چې دافغانستان حالات ترکنترول لاندې وي .
روسان او دناتو غړي په افغانستان کې دپوځي شتون تجربه لري دافغانستان دخلکو مشوره داده چې بايد زموږهيواد دنيابتي جګړې په ډګر بدل نشي . ښه به وي چې دافغانستان نړيوال دوستان په دغه هيواد کې دحالاتو دکړکيچن کيدو عوامل درک کړي او بايد هغه هيوادونه چې دسيمې په کچه او له سيمې څخه بهر لوړخيال او خوبونه لري بايد ځاى ته يې لارښوونه وکړي .
افغانستان په سترو استخباراتي لوبو او په بهرنيو تيريو او لاسوهنو کې لتاړ دى . که چيرې نړۍ وغواړي له افغانستان سره مرسته وکړي زموږ دهيواد دستونزې بهرنيو عواملو ته دې پاملرنه وکړي او دغه راز په رښتيني او شفاف ډول او له سليقې او شرايطو څخه بهر زموږ دوسله والو ځواکونو په سمبالولو او ظرفيت جوړولو دې اقدام وکړي چې موږ په خپل هيواد کې په ستونزو بريالي شو . او په دې ترتيب د نورو هيوادونو پرخلاف رامنځته شوى خطر له منځه يوړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته