امنیت

په قندهارکي د دوو تنو نارينه و مړي وموندل شول

کابل باختر  دليندۍ دمياشتې  ١٩ :
پوليسو دقندهار په  مربوطاتو کې د دوو تنو مړي ترلاسه کړل .
دقندهار دوالي ويندوى جاويدفيصل  باخترآژانس ته وويل : دغه مړي پرون مازيګر دقندهار ښار دنهمې امنيتي حوزې په ساحې کې  ترلاسه  شوي دي .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې :  تراوسه پورې روښانه نه ده  چې دغه کسان دچا له خوا  وژل شوي دي .
فيصل زياته کړه  دغه کسان  چې له  ٤٥ کلنۍ څخه تر ٥٠ کلنۍ پورې دي دکلاشينکوف په ډزوسره وژل شوي دي.
قضيه له  جنايي جرمونوسره دمبارزي دپوليسو له خوا ترڅيړنې لاندي ده.
ديوبل خبرله مخې :
په  قندهار ښارکې په يوه وسله واله  نښته کې  دوه تنه ټپيان شول.
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل :  يو ملکي سړى له خپل زوى سره تيره شپه  دقندهار ښار په  چوک  کې ددريمي ناحيې  په ساحه کې ددوو موټر سايکل سپرو   د ډزو له امله ټپي شو.
خبرځاى وويل  تراوسه پورې د قضيې  علت نه دى معلوم  او ټپيان دقندهار ملکي ر وغتون ته ليږدول شو ي دي.
فيصل وويل :  يرغلګر له  ډزو وروسته  له سيمې څخه تښتيدلي دي  او پوليسو دهغوي دموندلو لپاره پلټنې پيل  کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته