کابل / د لړم / ۸ / باختر
د پیروزي ټيم د خپل سیال په ماتې ورکولوسره د تخارد فوټبال د غوره لیک سیالیو اتل شو.
دغه ټيم په ورستۍ لوبه کې وکولای شو د یوې پر وړاندې په دوو سره خپل سیال ته ماتې ورکړي او د اتلوالی جام ترلاسه کړي.
دغه سیالۍ د تخارد مرکز تالقانو ښار په لوبغالي کې د لسو غوره ټيمونو په ګډون پیل شوې وې.
په تخارکې د افغانستان د فوټبال فدراسیون یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د فوټبال د ودې او دغې ورزشي څانګې ته د غوره څېرو د ټاکنې په موخه پیل شوې وې.
ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ