کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
اووه ويشت کيلوګرامه چرس دپروان ولايت د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير دباختراژانس خبريال ته وويل: دپروان ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليسو اووه ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي چرس او اپين له يومشکوک سړي او يو موټرسره کشف او ترلاسه کړل .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، دغه نشه يي توکي ديوه سړي له خوا په مهارت سره د يوکرولا موټر په سوچبورد کې ځاى پرځاى شوي وو.
له نشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت دپرسونل له خوا دسالنګ ولسوالۍ دباغ ميدان په ساحه کې کشف اوضبط شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې يوتن ددغې پيښې په اړوند نيول شوى او تر پوښتنې لاندې دى .
1 1 دقیقه لوستل