امنیت

حامدکرزی: د ټاکنوبریالي ترسره کېدل به د دښمنانو توطئه شنډه او طالبان وشرموي

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د طالبانو هغه تروریستي برید، چې په نتیجه کې یې د کندز ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر رئيس انجنیر امان الله امان نن په شهادت ورسېد، په کلکو ټکو وغانده.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
جمهور رئيس کرزي د دغه برید په غندلو سره وویل: طالبان د خپلو بهرني بادرانو په دستور د دا ډول بریدونو له لارې غواړي چې افغانان په ټاکنو کې برخه وانه خلي او د خپل راتلونکي برخلیک ونه ټاکي.
جمهور رئیس حامدکرزي زیاته کړه چې طالبان د دا ډول ډارنو کړنو له لارې غواړي زموږ خلک له واک او پرمختګ نه وروسته پاتې شي، ترڅوزموږ د ملت برخلیک پردي تعيين کړي.
حامدکرزي تاکید وکړ چې د طالبانو دا ډول جنایتونه به نه یوازې په ټاکنو کې د خلکو د فعالې ونډې مخه ونه نیسي، بلکې افغان ملت به لا هم ژمن کړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
جمهور رئيس وویل، د افغانستان دښمنان او مزدوران يې باید په دې پوه شي چې سراسري ټاکنې به حتمآ ترسره کیږي، د دښمنانو توطيې به شنډې او طالبانو ته به پرته له شرم او مخ تورۍ نه بل څه په برخه نشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته