امنیت

د وسله والو مخالفينو د چاوديدونکو توکو يوه ډيپو کشف او شنډ کړى شوه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د وسله والو مخالفينو د چاوديدونکو توکو يوه ډيپو د امنيتي ځواکونو له خوا د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړى شوه.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شيرين آقا د باختر اژانس خبريال ته وويل : د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې پلۍ لوا منسوبينو او په کونړ ولايت کې نويو ميشتو ځواکونو د لوړو محاربوي احضاراتو او د جنګي وړتيا په لرلو سره د وسله والو مخالفينو لس ډول ډول ماينونه له چاوديدونکو توکو سره چې د روژې په مبارکه مياشت کې په وينو او خاورو د خلکو د لړلو او د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په خاطر د تروريستانو له خوا د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د ليچلامه د کلي په يوه څمڅه کې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د تطهير د ټيم له خوا کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته