خبرونهاقتصادټولنه

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل، د کب ۶مه، باختر

د سرپل ځايي چارواکو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتره سړک د بیارغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

دغه سړک د سانچارک ولسوالۍ د مرکز اړوند تگزار سیمه کې د خلکو له لوري د یو میلیونو افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي چې نن یې چارې پیل شوې.

د دغه سړک په جوړېدو سره به د یادې سیمې د سلګونو کورنیو پر وړاندې د تګ راتګ پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک د چارو پیل مراسمو کې د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته