کابل باخترد وري دمياشتې ١٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دبګرام دجيل دبنديانو د برخليک دټاکنې او د هغوى د دوسيو دڅيړنې د بهير دګړندي کولو په خاطر، يوفرمان صادرکړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي دافغانستان د اساسي قانون د ٢٤_ ٢٥_٢٦_٢٧ _٢٨_٢٩_٣٠_ او ٣١ مادو له حکمونو سره سم د مظنونيو، متهمينو او دهغو هيوادوالو د تشخيص او تفکيک په لاره کۍ د جرمي اثباتيه سندونو، مدارکو، شواهدو او دلايلو له شتون پرته ترتوقيف لاندې نيول شوي دي او د دوسيو د څيړنې دګړندي کولو، دتحقيق او دعادلانه محاکمه په وخت کې د محکمو لپاره د لنډمهالو جزائي اجرااتو د قانون په شپږمه او شپږديرشمه ماده کې د ليکل شوې مدافع وکيل د لرلو په ګډون، له ټولو قضايي اساسي تضميناتوسره جوخت او د ضروري اسانتياو د برابرولو او د افغانستان داساسي قانون په ١٢٨ او ١٢٩ مادو کې له ليکل شويو لارښوونو سره سم د علني ، شفافې ، منصفانه او هرراز لاسوهنې څخه دخلاصې محاکمې په ترسره کولو سره د عادلانه پريکړو د صادرولو په مقصد، د قضاوتپوه عبدالکريم قانت په مشرۍ او دڅارنپوه عبدالمحمود دقيق او د عبدالشکور دادرس په غړيتوب د څيړنې دکميټې ټاکنه منظوره کړې ده.
دفرمان له مخې:کميټه موظفه ده دهغو بنديانو دوسيې چې تراوسه پورې تشخيص او تفکيک شوې نه دي؛ دهيواد د نافذو قوانينو په رڼاکې د تحقيق د پړاو دلازياتې چټکتيا اوسموالى په مقصد وڅيړي. دمتهمينو اومظنونينو دسندونو په بشپړولو او په واکمنه محکمه کې د هغو په تعقيبولو اودغه راز دهغو هيوادوالو په آزادى کې چې د جرمي دلايلو اومدارکو له شتون پرته د آزادى دسلب په حالت کې نيول شوي دي؛ جدي، شرعي اوقانوني اقدامات عملي کړي او د ترسره شويو اجرااتو په باب دې اوونۍ په اوونۍ د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي.
د فرمان له لارښوونې سره سم، د افغانستان داسلامي جمهوريت ستره محکمه او لويه څارنوالى دې دمسلکي اوتجربه لروونکو کادرونو په موظف کولوسره د پروان په ولايت پورې د اړوندو مرکزونو په پياوړي کولو اقدام وکړي. احاله شوې دوسيې دې د قانوني مودې په بهيرکې اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې وڅيړي او پريکړه صادره کړي. دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست دې دملي دفاع له وزارت سره په تفاهم کې دکميټې د دندو په ترسره کولو کې لازمه همکاري وکړي.
ددغه فرمان په صادريدوسره، د بګرام تخصصي کميټه دکتنې بورد او نور اړوند تشکيلات لغوه دي.