سیاست

د بلخ ولايت اوسيدونکو د وارسا په کنفرانس کې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د ګډون د نتيجو ملاتړ وکړ

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣
د بلخ ولايت سيمه ييزو مقاماتو، ولايتي شورا، عالمانو او د مدني ټولنې بنسټونو د وارسا په کنفرانس کې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو دګډون د نتيجې د بلخ ولايت د مقام په تالارکې د يوې غونډې په ترڅ ګټورې وبللې او د ملي وحدت د حکومت له کړنو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ .
د مزارشريف له ښار څخه د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په دې غونډه کې له نړيوالې ټولنې سره د ملي حدت د حکومت په ژمنو او د تروريزم پرخلاف د مبارزې او د امنيت په تامينولو او د نړيوالې ټولنې له خوا د افغان امنيتي ځواکونو په سمبالولو ټينګار شوى دى او تر ٢٠٢٠ م کال پورې د نړيوالې ټولنې او د ناتو د مقاماتو له خوا د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو لپاره په کال کې د پنځو مليارډو ډالرو مرسته يې د افغانستان د خلکو په ګټه  په وارسا کنفرانس کې د ملي وحدت د حکومت ستره لاس ته راوړنه وبلل شوه او د دغې پيښې په اړوند د بلخ سيمه ييزو مقاماتو، ولايتي شورا ، عالمانو او مدني فعالانو يوه غونډه جوړه کړه او دا کاريې د افغانستان خلکو ته يو ستره لاس ته راوړنه وبلله .
په دې غونډه کې د بلخ ولايت د معاونيت سرپرست محمد اسحق سروري د نړيوالې ټولنې له خوا د امنيتي ځواکونو پياوړتيا او سمبالول، په هېوادکې د امنيت د تامينولو او په سيمه کې له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې ستره مرسته وبلله او هيله يې وکړه چې دولت وکولاى شي د نويو پروګرامونو په وړاندې کولو سره د نړيوالې ټولنې پاملرنه جلب کړي .
له بلې خوا د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکترافضل حديد د ملي وحدت د حکومت د ځينوکړنو د تاييدولو په ترڅ کې په اوسنيو شرايطوکې په هېواد او سيمه کې د سولې په تامينولوکې د امنيتي ځواکونو د سمبالولو او اکمالولو په لاره کې د نړيوالې ټولنې له خوا د ملياردونو ډالرو مرستو جلبول ګټور وبلل او ټينګار يې وکړ چې د ملي وحدت حکومت د بايد د نړيوالې ټولنې او ناتو په وړاندې په خپلو ژمنو ولاړ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته