فرهنګ

د يوې افغان ليکوالې مجسمه په يوه اروپايي ښارکې درول کيږي

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٠
د آلمان د فرانکفورت ښاروال به د يوې افغان ميرمنې مجسمه د آلمان په ټولنه کې دمهاجرينو د فرهنګي تعامل او د ټولنيز ادغام په برخه کې د يوې بريالۍ بيلګې دڅرګندوى په توګه دلومړي ځل لپاره په دغه ښارکې ودروي.
دغه مجسمه په يوې افغان ليکوالې ناديې قانع پورې اړه لري.
باختر آژانس د آلمان د ويچه ويله دانترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: دفرانکفورت ښاروالۍ  د (زه يوه افغاني الاصله آلمانۍ يم)کتاب د ليکوالې ناديې قانع مجسمه ددغه ښار په روزنيز انستيتوت کې دروي.
د ژيړو دغه مجسمه سيد عمر معصوم د افغاني الاصله آلماني هنرمندمعصوم په څرګند هنري نامه د ښځو د حقوقو د دفاع لپاره ددغې ميرمنې د فرهنګي خدمتونو او مبارزو په درناوي جوړه کړې ده.
دکسل ښاروال بارترام هيلګن دڅرګندونو له مخې: دغه مجسمه کيداى شي د هغو نورو بهرنيو ميرمنو لپاره چې له بېلابېلو هيوادونوڅخه په سختو ستونزو سره آلمان ته سفر کوي او په دغه هيواد د يوه نوى ژوندانه په لټه کې دي؛ ښه بيلګه وي. .
په اروپا کې د افغان ميرمنو د کميسيون رييسې صالحې وهاب واصل د اروپا په يوه مشهور ښارکې د يوې افغان ميرمنې د مجسمې درول افغان ميرمنو ته يو برياليتوب بولي.
د دې دڅرګندونو له مخې: دغه مجسمه کيداى شي د اروپا ټولنې ته د افغان ښځو يوه نوې څيره وړاندې کړي.
دې د ويچه ويله ته وويل: ميرمن قانع وکولاى شول چې اروپايي نړۍ ته دا ثابته کړي چې په افغانستان کې داسې ميرمنې شته چې ښه استعداد لري او کولاى شي چې په لوړه کچه کارونه ترسره کړي .
ناديه قانع څه دپاسه ديرش کاله کيږي چې په آلمان کې ژوند کوي او له افغانستان څخه آلمان ته دخپل مهاجرت او په دغه هيوادکې د ژوندانه په باب يې يو کتاب ليکلى دى .
دې سربيره پردې په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې دهسن ايالت د سيمه ييز حکومت له خوا د آلمان د فرانکفورت ښار دغوره ميرمنې لقب وګاټه او په آلمان کې د ښځې د موسسې مسووله هم ده او له نويو واردو شويو مهاجرينو سره د مرستې او د فرهنګونو ترمنځ د اړيکو سره د مرستې په بېلابېلو برخوکې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته