ټولنه

په جوزجان کې داوبو يو بند ګټې اخستنې ته وسپارل شو .

کابل باختر د کب شلمه :
دشبرغان ښار ته څيرمه داوبو دويشلو يوبند پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شو
دجوزجان دوالي وياند باختراژانس ته وويل چې داوبو دويشلو دغه بند ددغه ولايت دمرکز په هچه قلعه  کې په نوولسو مياشتو کې  دنړيوال پرمختيايي بانک په مرسته  د ٨٢ مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
دجوزجان  والي لطف  الله عزيزي  ددغه پروژې  دپرانستلو په غونډه کې وويل چې ددغې پروژې په ګټې اخستلو سره  څلويښت  زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبېږي او څه دپاسه دوه سوه څوارلس زره اوسيدونکي په شبرغان ښار او په خواجه دوکو ولسوالۍ کې هم ددغې پروژې له اوبو څخه ګټه اخلي .
ددغه سربند تر پوښښ لاندې بزګرانو دنړيوال بانک او دهېواد دانرژى او اوبو وزارت له دغه اقدام  او دجوزجان ولايت دمشرۍ له هلوځلو  څخه ددوى دکرنيزو اوبو دستونزو دلرې کولو په خاطر قدرداني وکړه .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته