ټولنه

د غور د پوهنې د ادارې ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر دليندۍ  درې ويشتمه :
د غور ولايت د پوهنې د ادارې نوې ودانۍ نن د دغه ولايت د سيمه ئيزو ادارو د مسوولينو او د نورو دولتي ادارو د چارواکو په ګډون پرانستله شوه .
  د غور ولايت د پوهنې ادارې رييس صبغت الله اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ د نړيوال بانک له بودجې څخه  د٢٣ مليونه افغانيو په لګښت په دريو پوړونوکې جوړه شوې ده .
د غور والي غلام ناصر خاضع  هم د پوهنې د ستونزو د لرې کولو د هيلې د څرګندولو په ترڅ  د دغه ولايت د پوهنې  په رياست په نيوکې سره وويل چې په دغه ولايت کې د پوهنې کيفيت د سيمه ئيزې ادارې د منلو وړ نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته