فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دښځو دژوندانه د حالت دښه والي لپاره څلور ستراتيژيکي موخې تعقيبوي .

کابل باختر دزمري دولسمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا د ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک دتطبيق په مقصد چې دسولې او امنيت په تامينولو او ټينګښت کې دښځو په رول باندې ټينګار کوي ، څلور ستراتيژيکي موخې په ګوټه کړي دي . دباختراژانس دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا د ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک دتطبيق په مقصد ددې وزارت دامرانو لپاره يو روزنيز پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى . داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا د ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک دتطبيق په خاطر ددې وزارت کارکوونکو ته يو روزنيز پروګرام جوړ کړ . دملګروملتو دسازمان امنيت شورا په ٢٠٠٠ ميلادي کال کې درايو په اتفاق ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک تصويب کړى دى . دغه پريکړه ليک لومړنۍ نړيوال سند دى چې دسولې او امنيت په ټينګښت او تامينولو کې يې دښځو رول په رسميت وپيژاند. دپريکړه ليک تصويب دسولې او امنيت په تصميم نيولو او په شخړې پورې اړوند دجنسي تاوتريخوالي په پاى ته رسولو کې دښځو رول په رسميت وپيژاند او دښځو په مشارکت او محافظت ، سولې او دژوندانه په ښه والي او دتاوتريخوالي په مخنيوي ټينګار کوي . دغه پريکړه ليک دملګروملتو دسازمان په ټولو غړو هېوادونو لازم الاجرا دى او غړي دولتونه مکلفيت لري چې دهغه دتطبيق په لاره کې خپل عملي پروګرام جوړ او تدوين کړي تراوسه پورې ٦٧ هېوادونه ملي عملي پلانونه لري . دافغانستان حکومت دديارلس سوه څلور نوي هجري لمريز کال دچنګاښ په مياشتې په دې اړوند يو ملي پروګرام ترلاس لاندې ونيوه چې په هغه کې دهربنسټ ستراتيژيکي دندې مشخصې شوې دي چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم بايد دهغه مسووليت له مخې چې ددغه پريکړه ليک په وړاندې لري عملي کړي . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاليسي او پلان رييس عبدالمقيم افغان ددغه پريکړه ليک په اړوند دروزنيز پروګرام دکار دپيل په وخت کې ديوه مناسب چلند درامنځته کولو په موخه داړوندو ادارو په همغږى باندې ټينګار وکړ . داطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت دپاليسيو دپراختيا کارپوه او ارتباطي استازي حسيب شريفي دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا د ١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک په اړوند وويل . چې ددغه پريکړه ليک په باب دافغانستان دحکومت ملي پروګرام د ١٣٩٤ کال دچنګاښ دمياشتې په نهمه نيټه په ګوټه شو چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهغه مسووليت له مخې چې ددغه پريکړه ليک په وړاندې يې لري څلور ستراتيژيکي موخې مشارکت ، محافظت ،مخکښ توب او سوکالي او ښه والي ته په لومړيتوب کې ځاى ورکړ چې ٣٩ شاخصونه پکې شامليږي چې په شپږو شاخصونو کې يې داصلي تطبيقوونکي په توګه او په دريو شاخصونو کې دکتوونکي اوهمکار په توګه دى چې داغيزمن مشارکت دزياتوالي په شاخصونو کې ښځې د تصميم نيونې او دملکي خدمتونو ، امنيت ، سولې او دبيا ادغام په کچو کې تطبيقوونکي او په ملي او ولايتي انتخاباتو کې دښځو دکارنده مشارکت په شاخصونو کې دتاوتريخوالي له ټولو ډولونو څخه دښځو ساتنه ده . ده وويل چې تراوسه پورې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فعاليتونه ناڅيزاو دوزارت په محدوده کې دي . په داسې حال کې چې بايد له هغو ژمنو سره سم چې لري يې په ټول هېواد کې پراخ فعاليتونه پيل کړى واى او رپوټ يې ورکړى واى . ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته