کابل باختر د وږي د مياشتې ٧ :
درسانه يي شهيدانو دڅلې د جوړولو کميسيون نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ غونډه وکړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې : دغونډې په پيل کې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي طرحه کړه چې درسانه يي شهيدانو دخاطرو ددرناوي په خاطر ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په وړانديز ، دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې درسانه يي شهيدانو دڅلې جوړول تصويب کړل.
ددې دڅرګندونوله مخې ؛ دغه څلې به دبره کي په څلور لارې کې جوړشي.
وروسته دکميسيون غړو دموضوع په باب خبرې وکړې او دڅلې دطرحې په باره کې يې خپلې نظريې وړاندې کړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ