نړۍ

روسیې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه

 نړيوالې خبري منابع باختردتلې دمياشتې ١٩نيټه :
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون له روسیې سره په الحاق شوې سیمې، کریمیا کې رسنیو ته وویل: "روان کال د اکټوبر په اوومه پوره ۱۷ کاله وشو چې امریکایي ځواکونه افغانستان ته تللي دي. 
په دې ټولې موده کې دوی د ترهګرۍ ، د افراطیت اود افغانانو له خاورې د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.  دا موږ ټول ځوروي. په دې هېواد کې دغه ټول ګواښونه په قوت سره په زیاتېدو دي او دا ویلی شو چې دا کار ټولې نړۍ ته  په یو سردرد بدل شوي دى."
له تېرو نږدې درېیو کلونو راهیسې روسانو په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته وخت په وخت اندېښنه څرګنده کړې ده او داسې راپورونه خپاره شوي دي چې له طالبانو سره‌ یې اړیکې ټینګې شوې دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته