ټولنه

پنځه پنځوس ټولګتې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .

کابل باختر  دچنګاښ  پنځمه :
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام له لارې پرون په پکتيا  ولايت کې پنځه پنځوس ټولګټې پروژې ګټې اخستنې ته وړاندې شوې .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغو پروژوکار دڅه دپاسه شپږ څلويښت مليونه پنځه سوه څلور شپيتو زرو افغانيو په لګښت  دپکتيا ولايت داحمد اباد ، احمد خيلو ، څمکنيو ډنډ پټان ، سيد کرم ، شواک ، لږې منګل او ميرزکه  په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز ګرديز کې بشپړې شوې دي .
دپکتيا له ولايت څخه دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام دساحوي مسوول دڅرګندونوله مخې، په دغو پروژو کې دمحافظوي  او داستينادي ډيوالونو، داوبو لګول دکانال ، داوبو دزيرمې ، دپلونو او پلګوتو  جوړول ، دپليو لارو پخول ،  دسړکونو جوړول او په هغه کريړ اچول او دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاه ګانو  کيندل شامل دي  چې ددغو پروژو له اسانتياو څخه اته زره څلور سوه څلور ديرش کورنۍ  ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته