قلات/ د ثور٣٠ مه / باختر په زابل کې پرون د دووماشومانو په ګډون ٤ ملکي کسان دماين په چاودنه کې ووژل شول.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د زابل امنيتي مسوولان وايي د ميزان ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو تونس ډوله شخصي موټر دوسله والو طالبانو په يوښخ کړاى شوي ماين وخوت چې پايله کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکي وګړي ووژل شول.
ويل کېږي په دې پېښه کې څلور ښځې او څلور ماشومان ټپيان شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ