سیاست

د بوستان سبز شرکت د وړاندې شوې طرحې په تړاو د بین الوزارتي کمېټې غړو ناسته وکړه

کابل باختر دکب دمياشتې ١٢ :
د بین الوزارتي کمېټې غړو د بوستان سبز شرکت د وړاندې شوې طرحې په اړه پرون    د کب میاشتې په ۱۱مه نېټه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، په مشرۍ ناسته وکړه.
په  دې ناسته کې چې د اقتصاد، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیرانو ترڅنګ، د سوداګرۍ او صنایع، د بهرنیو چارو وزارتونو استازو او د بوستان سبز شرکت رئیس هم شتون درلود، د بوستان سبز شرکت له لوري په وړاندې شوې طرحې چې په اساس به یې له خلیجي هیوادونو سره د دې شرکت د زراعتي محصولاتو په بازار موندنې، د ځمکې په غوښتلو، د دې  شرکت په پانګونې او د بوستان سبز شرکت د وړاندي شوې موډل په تشخیص بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د بوستان سبز شرکت له لوري د وړاندې شوې طرحې په اړه دي د اقتصاد عالي شورا له پرېکړې سره سم، له دغو وزارتونو د با صلاحیته استازو څخه یوه تخنیکي کمېټه جوړه او د دې طرحې په اړه دي څېړنه او ارزونه وکړي او د لازمو پرېکړو په موخه دي د یوې میاشتې په موده کې راتلوونکې غونډې ته خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته