ټولنه

څه دپاسه څلور کيلومتره سړک په کندز کې پخيږي

کندز باختر دتلې دمياشتې ١٥ :
د کندز ولايت  د امام صاحب ولسوالۍ د کوترمه کلي دسړکونو د پخولو کار    پيل شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې ؛  د دغه سړ ک د پرانستلو په کار کې دکندز والي اسدالله عمرخيل ، دولايتي شورا رئيس ،. دامام صاحب ولسوال محبوب الله  او ددغه ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس دوست محمد ريحان  ، قومي مشران  او ددغه کلي ځوانانو ګډون کړي وو.
د کندز والي په دې  غونډه  کې وويل:  په هغو سيمو کې چې خلک له موږسره همکار وي موږ يوازې په دغو پروژو بسنه  نه کوو بلکې  هڅه کووترڅو د خلکو لپاره  دبيارغاوني زيات کارونه  ترسره شي.
دکندز ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر دوست محمد ريحان وويل: دغه سړک  له شيرخان بندر څخه  تر امام صاحب ولسوالۍ پورې   د څه دپاسه څلورو کيلومترو په اوږدوالي دخلکو له خوا په  سلو کې دلسو ونډې سره  دڅه دپاسه ديارلس ميلونه  اووه سوه زره افغانيو په لګښت پخيږي  چې پنځه سوه کورنۍ به په مستقيمه توګه له دغې پروژې څخه ګټه واخلي.
په همدې حال کې  د سيمې يو تن اوسيدونکى سيدعلي وايي  چې ددغه سړک دخرابوالي له امله  دوى له خپلو کليو څخه د ولسوالۍ بازار ته په تګ راتګ  کې زياتې ستونزې لرلې  چې ددغه سړک په پخيدوسره به  دوى  وکولاى شي  خپل کرنيز محصولات له ځنډ پرته بازار ته وليږدوي  او له بلې خوا د مسافرينو دتګ راتګ په کرايه کې هم  کموالى راشي .پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته