امنیت

په بغلان کې په بدو کې داته کلنې ورکړى شوې نجلۍ کورنۍ دعدالت غوښتنه وکړه .

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
ديوې اته کلنې  نجلۍ کورنۍ چې په بغلان ولايت کې په بدو کې ورکړى شوې  ده له دولت څخه دعدالت غوښتنه کړې ده .
دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې، داته کلنې مقبولې  پلار شاه زمان چې په پښه کې معيوب دى وايي مشره لور يې چې کوږدنه  وه څه موده مخکې  د ده صلاح ولسوالۍ دقاصان  دکلي داوسيدونکي نيک محمد له خوا وتښتول شوه او له رضايت پرته يې په نګاح  کړې ده  او اوس ددې دکوږدنې مشرې لور  کورنۍ دنهرين ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ په مرسته دده کوچنۍ لورچې دښوونځي دڅلورم ټولګي زده کوونکي ده په بدو کې اخستې ده .
شاه زمان له دولت څخه دعدالت او دنيک محمد دنيونې غوښتنه کړې ده .
په همدې حال کې دبغلان ولايت دکار او ټولنيزو چارو رياست دماشومانو دکړنو دشبکې مسوول اسد الله  وويل چې دغه عمل په بشپړه توګه داسلام دمبين دين   دحکمونو پرخلاف دى او ددغه ولايت له مقام او له عدلي اوقضايي ادارو څخه يې ددغې قضيې دڅيړنې غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته