اقتصاد

افغانستان ته له ترکمنستان څخه دبريښنا دليږدونې لپاره کار پيل شو

کابل باختر د وري  پنځلسمه

 په جوزجان  کې  دبريښنا  يو ستر  سب استيشن  دجوړولو کار پيل شو .

  په جوزجان کې دبريښنا دشرکت مسوول انجنير غلام سخي سخا نن باختر اژانس ته وويل دغه پروژه  له ترکمنستان څخه افغانستان ته دبريښنا دليږدونې په خاطر  دترکمنستان اوترکيې دهيوادونو له خوا عملي کيږي او د ٢٠١٢ کال ترپايه به بشپړه شي .

  دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ددغي پروژي له لاري  پنځه سوه ميګاواټ بريښنا له ترکمنستان  څخه دجوزجان ولايت  ته تامنيږي  .

 ده زياته کړه ددغي پروژي  مقدماتي  کار پيل شوي دي او  ترکمنستان هم له افغانستان سره  ددغه هيواد تر پولي پوري ددرې سوه څلور اويا  کيلو مترو په اوږدوالي  بريښنا نوى تمديدو ي

 سخا زياته کړه ددغي پروژي لګښت درې سوه نوي مليونه ډالره اټکل شوي دي .

 دده د څرګندونو له مخې دبريښنا دشبکي  تجهيزات دترکمنستان جمهوريت له څو سيمو څخه جوزجان ته راول  شوي دي او کار يي دوام لري .

 خبرځاى  څرګنده کړه ددغي شبکي په تمديدولو او د سب استيشن په جوړولو سره  ټاکل شوې  ده دبلخ  ، جوزجان ،  سرپل ، فارياب او کابل ولايتونو ته دبريښنا ليږدول ترسره شي .

  اوس دجوزجان ولايت دمرکز شبرغان ښار اوسيدونکي دبريښنا له کمښت سره مخامخ دي .

 دشبرغان ښار يو تن اوسيدونکي ميرمنې ثريا وايي  که چيري دغه  پروژه په ښه او اساسي ډول عمل  شي  دجوزجان  او ګاونډيو ولايتونو  دبريښنا دکمښت دستونزو دلري کولو لپاره هيلي شته .

  ددغه ولايت  دبريښنا چارواکو د څرګندونو له مخې  اوس دشبرغان  ښار اوسيدونکي  دترکمنستان له  وارداتي بريښنا  څخه چې  شپاړس ميګاواټه ده  استفاده کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته