کابل باختر دليندى اته ويشتمه :
په باميانو ولايت کې د فوټبال او واليبال ٢٤ ورځنۍ لوبې پرون پاى ته ورسيدې .
دغه سيالۍ د وګړو د احوالو د ثبت د ادارې د پيغام د رسولو په موخه د نوې زيږيدلو ماشومانو د ثبت او راجستر تر عنوان لاندې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې .
د باميانو د فوټبال فدراسيون رييس عبدالستار لياقت باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ د يونيسف ادارې په مالي تمويل پيل شوې وې چې د فوټبال او واليبال څه د پاسه شلو ټيمونو پکې برخه اخستې وه .
خبرځاى وويل چې له نولس کلنى څخه ښکته اته ټيمونو، له ١٤ کلنى څخه ښکته ٨ ټيمونو او د نجونو څلور ټيمونو په دغوسياليوکې لوبې کړې وې چې د ١٩ کلنو ځوانانو له ټيم څخه د سيمرغ ټيم لومړى مقام او د شاه مردان ټيم دويم مقام وګاټه.
دغه راز د ١٤ کلنو ځوانانو له ټيم څخه د استقلال ټيم لومړى مقام او د خراسان ټيم دويم مقام وګاټه او د نجونو له ټيم څخه د ستاره سبز ټيم لومړى مقام او د باميانو د خمان ټيم دويم مقام وګاټه
لياقت زياته کړه چې د باميانو ځوانان له ورزش سره زياته علاقمندي لري، خو له بده مرغه له جدي ستونزو سره لاس او ګريوان دي چې د ورزشي ډګرونو او لوبغالو نه شتون په تېره بيا نجونو ته د دغو ډګرونو او لوبغالو نشتوالى د هغوى اساسي ستونزې دي.
د باميانو د فوټبال فدراسيون د آمر د څرګندونو له مخې: همدا اوس د نجونو او هلکانو په ګډون څه د پاسه٢٠٠٠ تنه په فدراسيون کې ثبت دي، خو د ځاى د نشتوالي په نسبت نشي کولاى په دايمي ډول خپلو تمرينونو ته دوام ورکړي.
څو تنو ځوانانو نورو ځوانانو ته پيغامونه لرل چې ورزش ته مخه وکړي او د نشه يي توکو له کارولو څخه دې ډډه وکړي چې په باميانوکې ورزش وده وکړي .
1 1 دقیقه لوستل