سیاست

دولت وزيري : په تيرو څلورويشتو ساعتو کې څه ناڅه پنځوس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال  دولت وزيري نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو له امله ددولت څه ناڅه دوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
په دغو عملياتو کې چې دکندز .، تخار ، بدخشان  ، کونړ او دفارياب  دولايتونو په ځينو سيموکې ترسره شول اووه  تنه وسله وال مخالفين ټپيان  او اته تنه نور  نيول شوي دي .  وزيري وويل چې همدااوس دغه عمليات دوام لري او تراوسه پورې ددولت څه ناڅه دوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
دولت وزيري  وويل  چې همدا اوس دکورنيو  چارو وزير اودملي دفاع وزارت يوشمير جګپوړو مقاماتو دبدخشان  اوفارياب  دولايتونو دامنيتي حالت دڅيړنې لپاره دغو ولايتونو ته سفر کړ ى دى او دجګړې رهبري له نږدې  تعقيبوي .
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال ډاډ ورکوي چې امنيتي ځواکونه دهيواد اوخلکو  په دفاع ژمن دي او هر هغه ډله  چې دامنيتي ځواکونو او دافغانستان دخلکو په وړاندې ودريږي په غوڅه توګه  به يې وځپي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته