امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين دملي اردو له ځوا کو نو سره په نښته کې ټپيان شول

کابلباختر د زمري ١٩ مــــــــــــه

دوه تنه ډار اچوونکي دملي اردو   د امنيتي ځوا کو نو دفعاليتونو په بهير کې ټپيان شول او نهه تنه نور يي له يوې ا ندا زى وسلو او مهما تو سره ونيول شول

 د ملي دفاع وزارت دويندوى مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ

دميدان وردګو ولايت دسيد ا باد ولسوالۍ په مر بو طاتو کې د ملي اردو د منسو بينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې پنځه تنه ډار اچوونکي و نيول شول اود هغوى دوه ميله پيکا ، له شپږو شا ژورونو سره يي دوه کلاشينکوفو نه ،دپيکا دوه شريدونه ، يوه تو مانچه ، دوه لاسي بمو نه اويوه ايکم مخا بره تر لاسه شويده

دغه راز د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مر بو طاتو کې دتصفيوي عمليا تو په بهير کې دوه تنه ډار اچوونکى ټپيان شوي ، يو تن يي نيول شوي اود هغوى يو موټر سايکل ، يو کلاشينکوف او يوه مخا بره ترلاسه شوي ده اود قند هار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مر بو طاتو کې يو تن د پنځه اويا ملي متري توپ له پنځلسو سرګلو لو سره نيول شوي دي

 د ملي اردو د منسو بينو دامنيتي ګز مي په بهير کې دوه ماين ښخوونکى دلو ګر ولايت دڅرخ او محمداغى د ولسواليو په مر بو طاتو کې دماين ښخولو په وخت کې نيول شوي دي

 دغه را ز د ملي اردو دمنسو بينو د امنيتې دندو په بهير کې د هلمند ولايت دسنګين، مارجى اود خاشرود د ولسواليو په مر بو طاتو کې اته ماينو نه اودارزګان ولايت په مر بو طاتو کې پنځه ماينو نه کشف او شنډ کړاى شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته