ورزش

په پکتيا کې د اتل ځوان تر نامه لاندې د واليبال سيالۍ پيل شوې

گردیز باختر د لړم د میاشتې ۲۱ مه
د پکتيا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پیل شوې.
د پکتيا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو عمومي مدير نقیب الله احساس د باختر اژانس سيمه ییز خبريال ته وويل چې د دغو سياليو هدف ځوانان له نشه يي توکو څخه راګرځول دي.
هغه وویل چې دغه سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي چې هر ورځ به د دوو ، دوو لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره شي.
په همدې حال کې د ولايتي شورا غړي حفظ الله مبارز او د رڼا انستېتېوت مشر ډاکټر سمیع الله احمدزي د ورزش پر ارزښت ويناوې وکړې او له مسوولينو يې وغوښتل چې د دغو لوبو لړۍ تر ولسواليو هم ورسوي.
د یادونې وړ ده چې مخکې هم د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو لوی مديريت له خوا ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې پروګرامونه جوړ شوې وې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته