سیاست

د ټوکیو کنفرانس په اړه د امنیت شورا مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختردزمري دمياشتي ٣ :

   د امنيت شورا غړیو هیوادونو د "افغانستان په اړه د ټوکیو کنفرانس" چې د 1391 کال د غبرګولی په 18 مه په ټوکیو کې ترسره شو او د دغه کنفرانس د پایلو   (S/2012/532) هر کلې وکړ.

"د امنیت شورا غړیو هیوادونو په تیرو کلونو کې د افغانستان هغه اساسي پراختیا او د یادونې وړ پرمختګ چې د نړیوالې ټولنې په ټینګ ملاتړ یې لاسته راوړې وستایه او په بن کې د ترسره شویو پریکړو څخه، تر څو د بدلون لسیزه (۲۰۱۵-۲۰۲۴) ترسره شي، یې خپل ملاتړنوى کړ. د کومې له مخې به چې افغانستان د خپلو خلکو په چوپړ کې د یوه په بشپړه توګه د کار د وړتیالرونکي او پاییدونکي هیواد له لارې خپله خپلواکي غښتلې کړي.

"د امنیت شورا غړیو هیوادونو، د افغانستان په مخکې پرتو ننګونو ته په کتنې سره په ټوکیو کنفرانس کې د ۲۰۱۵ کال په لړ کې د نړیوالې ټولنې لخوا د ۱۶ ملیاردو امریکاي ډالرو د ژمنې او تر ۲۰۱۷ کال پورې د هغوې د تیرې لسیزې په شان یا ورته نږې د پاییدونکې مرستې د ژمنې او پدې وسیله د افغانستان د حکومت او افغان ولس سره د اوږد مهاله مرستو هرکلې وکړ.

"د امنيت شورا غړیو هیوادونو همدارنګه د ټوکیو د دوه اړخیزې ځوابوینې د چوکاټ هرکلې وکړ، په کوم کې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې خپلې دوه اړخیزې ژمنې بیاتکرار کړې.

"د امنیت شورا غړیو هیوادونو پردې برسیره د افغانستان او ټولې سیمې د پاییدونکې پراختیا لپاره د ګاونډیو او سیمې هیوادونو او همدارنګه د نویو ملګرو زیاتیدونکې رول تصدیق کړ.

"د امنيت شورا ، پدې برخه کې، د بدلون لسیزې لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوې نوې او پاییدونکې ملګرتیا پر بنسټ د ستراتیژیکو همکاریو د لا پیاوړي کولو هرکلې وکړ په کومو کې چې ټینګې دوه اړخیزې ژمنې، لکه څنګه چې د بن کنفرانس په کنفرانس کې طرحه شوې دي، شاملې دي ، چې د شیکاګو د غونډې پایلو سره مخته وړل شوې او د ټوکیو د اعلامیی سره بشپړې شوې دي.

"د امنيت شورا همدارنګه د 1390 كال د تله په 11 مه د "افغانستا لپاره د استانبول کنفرانس: د آسیا په زړه کې امنیت او همکاري" او ورپسې د 1391 کال د غبرګولی په 25 مه " په کابل کې د آسیا زړه هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس"، كوم چې په سیمه کې د باور جوړونې د تدبیرونو په اړه د دوره یي سلا او مشورو لپاره یو چوکاټ منځته راوړي، د پایلو څخه ستاینه وکړه.

"د امنيت شورا همدارنګه په تاجکستان کې په 7 و 8 وری د افغانستان په اړه دسیمه ییزې همکارۍ ۵م کنفرانس او په 8 د چنګاش د ډیلي د پانګه اچونې غونډه او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګه اچونې، د خصوصي سکتور د پراختیا او ملګرتیا لپاره یې د دغې غونډې وړاندیزونه  وستایل.

"د امنیت شورا غړیو هیوادونو په افغانستان کې د UNAMA او د ملګرو ملتونو  په حیاتي رول باندې ټینګار وکړ او د افغانستان د یو باامنه راتلونکي په اړه یې خپلې دوامداره ژمنې تکرار کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته