امنیت

خوستیان: د رای ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د بایومټریک سیستم غیر فعال دی

متون باختر د تلې  ۲۸ مه
د خوست ولایت د مرکز متون ښار اوسیدونکي وايي چې د رای ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د بایومټریک سیستم غیر فعال دی.
د باختراژانس  د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې: په خوست ولایت کې  هم د نورو ولایتونو په څېر د ټاکنو پروسه پیل شوې.
هغه زیاتوي چې د دغه ولایت د ټاکنو په یو شمېر مرکزونو کې د بایومتریک سیستم غیرفعال دی خو اړوند مسوولین ډاډ ورکوي چې یاده ستونزه  به ډيرژر حل شي.
په خوست  کې د رای ورکونې ټولټال ۱۹۲ مرکزونه فعال دي خو په  یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو  کې خلک وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله نه  شي کولای چې خپله رایه وکاروي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته