امنیت

په قندهارکې درې تنه د ملکي وګړو د وژنې په تور ونيول شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
درې تنه وسله وال کسان په قندهار ولايت کې د ملکي وګړو د وژنې په تور ددغه ولايت د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
دقندهار ولايت د ملي امنيت د رياست يو خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان ددغه ولايت دملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې په قندهار ولايت کې د ملکي وګړو په وژنوګومارل شوي وو.
خبرځاى د دغوکسانو د هويت او د نيولو د وخت په باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته