امنیت

دماين په چاودنه کې دبلخ ولايت ددولت ابادولسوالۍ دامنيه قوماندان وژل کيدل

کابل باختر د وږي  يو ديرشمه :

دبلخ ولايت ددولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان له دريو تنو سرتيرو سره يې نن دماين دچاودنې له امله ووژل شو .

دغه پيښه ددولت اباد ولسوالۍ په عمومي سړک کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو ددغه مقام دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .

دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال عبدالرزاق  قادري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې ددولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سباوون روغ له دريو تنوسرتيرو سره يې ووژل شو او دوه تنه نور پوځيان ټپيان شول .

ده وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل وبلل او ويې ويل چې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته