کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
په لوګر ولايت کې نن سهار دملي اردو دځواکونو په يوې قرارګاه د ناټو د بي بيلوټه الوتکو دبمبارۍ په نتيجه کې دملي اردو پنځه تنه سرتيري شهيدان شول او څه ناڅه اولس تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د څرخ ولسوالۍ د بندوکه په سيمه کې دملي اردو دځواکونو په قرارګاه دناتو د جنګي الوتکو له خوا بريد وشو.
دلوګر دوالي ويندوى دين محمد درويش باختر آژانس ته وويل : ددغو بمباريو
له امله دملي اردو پنځه تنه سرتيرى شهيدان شول او څه ناڅه اووه تنه نور ټپيان شول .
خو دلوګر ولايت دڅرخ ولسوال خليل الله کمال وايي چې په دې پيښه کې دملي اردو پنځه تنه سرتيرى شهيدان او ١٧ تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې دغه هوايي بريد نن سهار په دريو بجو هغه وخت وشو چې سرتيرى ويده وو.
په همدې حال کې د لوګر والى نياز محمد اميري دناټو دجنګي الوتکو ددغه خونړي بريد دڅرنګوالي په باب دڅيړنو خبر ورکړ.
په لوګر کې د ناټو ميشتو ځواکونو دغه پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دى چې
د دوى جنګي الوتکو دوسله والو طالبانو دپټنځاى پرځاى په تيروتنې سره دملي اردو په قرارګاه بريد کړى دى .
ناټو وايي چې دوى د دغې پيښې درامنځته کيدو د څرنګوالي په باب څيړنې پيل کړي دي .
دلوګر سيمه ييز مسوولين وايي چې دناټو دغه هوايي بريد د دوى له همْغږۍ پرته ترسره شوى دى .
دا په داسې حال کې ده چې دجمهور رييس کرزي په لارښونه ناټو د افغان ځواکونو له همغږي پرته هغه هم د شپې له خوا دپوځي عملياتو اجازه نه لري.
له بله پلوه د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې د روانې مياشتې په بهير کې د ملي اردو دځواکونو په پوستو دسلګونو تنو وسله والو طالبانو له خونړۍ بريد وروسته چې له امله يې درې ويشت تنه پوځيان ووژل په وروستيو کلونو کې دا دافغانستان د اردو لپاره ډيره خونړۍ پيښه ده.