روغتیا

په بلوچستان ايالت کې د پوليو واکسين له تطبيق څخه دشلو زرو کورنيو ډډې کول

کويټه  باختر دزمري  څوارلسمه :
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې څه دپاسه ٢٠ زروکورنيو د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين له تطبيق څخه ډډه کړې ده .
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ:
په بلوچستان ايالت کې د پوليو واکسين همغږي کوونکي سيد سيف الرحمن وويل:  ميندې او پلرونه په داسې حال کې له ٥ کلنى ښکته په خپلو ماشومانو د دغه واکسين له تطبيق څخه ډډه کوي چې تر اوسه پورې څلور زره ناروغ ماشومان چې د واکسين له تطبيق څخه يې ډډه کړې وه؛ ثبت شوي دي.
سيف الرحمن وويل چې مذهبي او روحاني مشران کولاى شي چې د واکسين راتلوونکي پړاو د تطبيق په لاره کې د ميندو او پلرونو په هڅولوکې ښه رول ولوبوي.
ده چې له مذهبي او روحاني مشرانو سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې؛ له دوى څخه وغوښتل چې په دې لاره کې له دوى سره مرسته او همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته