ټولنه

دبډې اخستنې په تور دهرات دانجيل ولسوالۍ ديوه سيمه ئيز مسوول نيول کيدل .

کابل باخترد غبرګولې  دولسمه :
دهرات ولايت  دانجيل ولسوالۍ  يو جګپوړي مسوول  دبډې غوښتنې په تور ونيول شو .
دغه سړى دانجيل ولسوالۍ دحقوقوامر دى چې دبډې په توګه دپنځوسو زرو افغانيو د اخستلو په وخت کې دهرات ولايت دملي امنيت دکارکوونکو له خوا لاس په لاس ونيول شو .
   دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې د انجيل ولسوالۍ  دحقوقو له امر څخه پوښتنې او څيړنې پيل شوي دي دغه راز دهرات ولايت دکار او ټولنيزو چارو درياست يومسوول  هم دملي امنيت دکارکوونکو له خوا داداري فساد  په تور وپيژندل شو  او ونيول شو .
داپه داسې حال کې ده چې دقاچاقو په مالونو بار يو موټر دګمرکي محصول دتيښتې په تور  دهرات ولايت دملي امنيت درياست دکارکوونکو له خوا ووژل شو او دپلتنو او څيړنوپه بهير کې  مشخصه  شوه چې دغه موټر  کابو دوه مليونه  او اووه سوه زره  افغانۍ مالياتي تيښته لري .
ددغې پيښې په اړوند دګمرک  رياست پنځه تنه کارکوونکي او کميشنکاران  دهرات ولايت دملي امنيت درياست  تر تعقيب لاندې دي .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته