امنیت

په ننګرهارکې پنځو تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړه پرون له غرمې وروسته د دووبجو په شاوخواکې د اچين ولسوالۍ دمومندو تنګي په سيمه کې ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغان پوځيانو او د ناټو د ځواکونوپه ګډ کاروان بريد وکړ .
دننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي  دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي په دې نښته کې درې تنه نور جګړه ماران دافغان سرتيرو او د ناټو دځواکونو له خوا نيول شوي دي .
دننګرهار د والي ويندوى په دې نښته کې د دوو تنو افغان سرتيرو ټپي کيدل تاييد کړل خو ويې ويل چې په دې پيښه کې دناټو پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
دطالبانو دغه بريد ټيک هغه وخت وشو چې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو يوکاروان په بې وزلو کورنيو دمرستې دتوکو د ويشلو لپاره د اچين ولسوالۍ د شډل سيمې ته روان وو.
په دې نښته کې پوځيانو له هوايي ځواکونو څخه هم دمرستې غوښتنه کړې ده . د سيمې اوسيدونکي په دې نښته کې دوسله والو طالبانو دسردزيان شمير له هغه څه څخه ډير زيات بولي چې اعلام شوى دى او وايي چې په دې پيښه کې دناټو سرتيرو ته زيان اوښتى دى .
  ناټو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى. که څه هم دسيمې مسوولينو په دې نښته کې بهرنيو پوځيانو ته د زيان رسيدل رد کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته