ټولنه

پرګلبدين حکمتيار د بوټانو دګوزارولو عامل له بند څخه آزاد شو

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :                                                      يو هراتي ځوان چې د اسلامي حزب پر مشر ګلبدين  حکمتيار يې خپل  بوټونه   ګوزارکړى  و ، له  بند څخه آزاد شو.                                                                 سيدعبدالواحد داداشي نن له غرمې مخکې  داعتراضونو په زياتوالي سره  له بند څخه آزاد شو.
داداشي  وروسته له هغه د ملي امنيت د مامورانوله خوا ونيول شو  چې د هرات ولايت  په  جامع جومات کې دجمعې دلمانځه  په وخت کې پرګلبدين  حکمتيار يې   خپل بوټان ګوزار کړل.
په هرات ولايت کې يوه  سيمه ييز خبرځاى  له باخترآژانس سره په اړيکه کې  ددغه هراتي ځوان خوشي کيدل تائيد کړل.                                                                        
دا په داسې حال کې ده  چې بند کې ددغه ځوان دوهلو اوشکنجې خبرونه شته .
ددغه ځوان دبدن په خپرو شويوتصويرونو کې دوهلو او ډبولو نښې نښانې دي
دغه رازيوشميرمدني فعالان  دبشري حقوقومدافعان اودهرات ښاريان نن  ديوې  اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د داداشي د بې درنګه خوشي کولو غوښتوونکي شوي وو .         پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته